د هغې داستان
په افغانستان کې د برابرۍ او ازادۍ لپاره د ښځو مبارزه اکثر په ناسمه مانا ګڼل شوې او پېژندل شوې ده، ډېر اوس هم په دې باور دي چې ګواکې په هېواد کې د جنسي برابرۍ تحریک د نړیوالو ځواکونو په مرسته په 2001م کال کې پیل شوی دی، خو سره له دې چې افغانو ښځو له 2001م کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې د کار د موقعو تر لاسه کولو له کبله بېساری پرمختګ کړی دی، موږ د خپلو حقونو لپاره د مبارزې اوږد تاریخ لرو.
ګوهرشاد بېګم نومیالۍ افغانه سیاستواله ده چې د تیموریانو د واکمنۍ (1370- 1507) په زمانه کې یې په پینځلسمه پېړۍ کې ژوند کاوه او پر یوه تېموري واکمن شاه رخ تیموري واده وه، خو هغه یوه داسې مېرمن وه چې په ټولنه کې یې د بدلون لپاره کار کاوه. برسېره پر دې چې هغه یوه ملکه وه، هغه یوه وزیره او د هنر او کلتور د ودې د چارو مشره هم وه. ګوهرشاد بېګم د مهري هېروي په ګډون له نورو شاعرانو او هنرمندانو سره مرسته کوله او فارسي ژبه او کلتور یې د تیموریانو په واکمنۍ کې مخې ته راوستل او د دې په مشرۍ د تېموري واکمنۍ پایتخت د کلتوري رینېسانس په مرکز بدل شو. د هغه مهال د معمارۍ او هنر نمونې د هرات او افغانستان د پېژندنې په توګه اوس هم پاته دي. ګوهرشاد بېګم د دې تر څنګ مذهبي ښوونځي، جوماتونه او خانقاوې هم جوړې کړې.


رابعه بلخي په نهمه پېړۍ کې د بلخ په شاهي کورنۍ کې زېږېدلې وه، داسې فکر کېږي هغه لومړنۍ مېرمن ده چې په نوې او موډرنه فارسي کې یې شعرونه لیکلي او هغه د فارسي له ډېرو مشهورو شاعرانو څخه ده. داسې اوازې هم دي چې یوه مشهور نارینه شاعر د حسد له کبله د هغې په وژنه کې نقش تر سره کړ. رایعه بلخي خپل ورور په دې تور وژلې وه چې هغه پر یوه غلام بکتاش میینه شوې وه ځکه چې په شاهي کورنۍ کې دا پدل یا دود ماتول یوه کږنه وه چې یوه نجلۍ دې طبقاتي جوړښت مات کړي او پر یوه غلام دې میینه شي. د خپل میین په اړه شاعري کولو په افغانستان کې له هغې د برابرۍ او عدالت لپاره مبارزه کوونکې جوړه کړه.
ملالۍ (یا ملاله) یوه بله افغانه اتله ده. یو څه واړه واقعیتونه د هغې په برخه کې مختلف دي، که څه هم دا ایوب خان وو چې د میوند د فاتح په نامه مشهور شو خو دا هم ویل کېږي چې په اصل کې دا ملالۍ وه چې هغه ورځ یې افغان سرتېري و ژغورل. ملالۍ د میوند جګړې پر څنډه د یو واړه کلي "خېګ" اوسېدونکې او د یوه شپانه لور وه. د دې پلار او نامزاد دواړو د 1880م کال د جولای پر 27مه د ایوب خان په لښکر کې له انګرېزانو سره جګړه وکړه، ویل کېږي په همدې ورځ د دې واده وو، خو د نورو ښځو غوندې ملالۍ هم د جګړې له ټپیانو سره مرسته کوله، هغوی ته یې اوبه او وسله ور رسول. بالاخره د جګړې په ډګر کې داسې حالت را ورسېد چې افغان پوځ خپل مورال له لاسه ورکاوه او ګومان کېده چې انګرېزان به بریالي شي، د دې حالت له لیدو سره ملالۍ مخ لوڅ کړ او چیغه یې وکړه
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
